انصار: (د مرغومی۱۶ مه)، د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، چې د افغانستان د سفر پر مهال به د طالبانو د رژیم عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده سره هم وویني.
هغه په یوه مرکه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د دغه سفر بلنه د هغه په اجازه ورته راغلې او دی به خامخا له نوموړي سره وویني. مولانا فضل الرحمان ټینګار کړی، چې د سفر موخه یې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو هڅه ده.
د طالبانو رژیم له نوموړي سره د ملا هبت الله د لیدو په اړه څه نه دي ویلي.
ملا هبت الله تر دې مخکې د اسلامي همکاریو د سازمان تر چتر لاندې د بېلابېلو هېوادونو له راغلو علماوو سره نه وو لیدلي.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، یو ځل د قطر صدراعظم کندهار ته د سفر پر مهال له هبت الله سره د لیدنې خبر ورکړی و.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/29439